محمد شفيع وردګ
د هغو هیوادونو مثالونه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په مرسته یې پرمختګ کړی دی:
که موږ او تاسې د امریکا د متحده آیالاتو اقتصادي ودې ته نظر واچوو وینو چې هغوی په خپلو ټولو ادارو او فابریکاتو
کې قوي سیستم شنونکي(انالیستان) لري، چې د هغو په سلا سره کار کوي او خپل د اوس او راتلونکې لپاره اقتصادي پلانونه رامنځ ته کوي.
همدا ټول د دې سبب شول چې نوموړې په نړۍ کې د لمړني اقتصادي ځواک په حیث سره وپیژندل شي، د شوو څیړنو له مخې د هر امریکايي وګړي د کلني عاید څلور پرپنځه برخه له آی ټی نه پوره کیږي.
په ۱۹۷۹ کال کې کله چې په چین کې دینسیاپینګ ولسمشر شو نو هغه خلک د نوي ټکنالوژی سره د بلدتیا لپاره زیاته هڅه وکړه چې پکې معلوماتي ټکنالوجي هم شامله وه. وروسته دا په چین کې زیاته ورغیده او د نورو خواوو تر څنګ یې ځواکمنه کمپیوټري اردو رامنځ ته کړه چې تر لک یې شمیره زیاتیږي. چین وکولای شول چې چین د نړۍ دوهم ستر اقتصادي ځواک وګرځي او د معلوماتي ټکنالوجي په برکت اوس د یوې شوې څیړنې په بنسټ به په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ لمړنی اقتصادي ځواک شي.
جنوبي افریقا چې د ۱۹۹۰ کال نه مخکې له ډېرو سختو مصیبتونو، ناروغیو، بدبختیو او فقر سره لاس او ګریوان وه، خلکو او دولت یې تصمیم ونیوه چې خپل محصلین بهر ته د معلوماتي ټکنالوجي او نوې ټکنالوجۍ د زده کړې لپاره واستوي چې د محصلینو په بیرته راستنیدا سره په افریقا کې یو نوی بدلون راغی کارونه منظم او د معلوماتي ټکنالوجي په مرسته ډير چټک اوپه دولتي او خصوصي څانګو کې فساد کم شو چې دا په دې هیواد کې د لویو پانګو اچونو سبب شو چې دا په ۲۰۰۵،۲۰۰۱، .. کلونو کې ډیره زیاته شوه او ستره اقتصادي وده رامنځ ته شوه.
همدارنګه هند د یادولو وړ دی همدا اوس د هند دولت ۱۲۸ بلیونه ډالر صادرات یوازې آی ټی جوړوي او کورني تولیدات یې د معلوماتي ټکنالوجي نه ۱۰ بلیونه ډالر جوړوي. هند د سترو معلوماتي ټکنالوجي زده کړې مرکزونه جوړ کړل چې خپل خلک له دې څخه تر فراغت وروسته بهر ته استوي او هلته په لوړ معاش سره کار کوي، زیات خلک په هند کې اوس معلوماتي ټکنالوجي زده کوي، سافټ ویرونه یې جوړکړل، هارډویرو په څانګه کې یې ستر پرمختګ وکړ دا څه وخت مخکې هند وتوانید چې د نړۍ تر ټولو ارزان بیه کمپیوټر جوړ کړ چې بیه یې یوازې ۲ زره او شپږ سوه هندي روپۍ ده.
په افغانستان کې اوس د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګونه پیل شوي دي، د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د USAID په مرسته په وروستني خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې شااوخوا ۱۰۰۰۰۰ خلکو ته دندې پیدا شوي دي. چې دا خپله یوه لویه کاري موقع ده چې د اقتصاد په برخه کې لوی رول لري.
د ټکنالوجۍ او مخابراتو وزارت وايي چې د ۱۳۸۹ کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ۱۶۷،۳۳ ملیونه امریکایي ډالره عواید چې د دولت د دخزانې ۱۰ سلنه جوړوي تر لاسه شوي دي.
د معلوماتي ټکنالوجي راتلونکې ونډه په اقتصاد کې
اوس موږ او تاسې ګورو چې سوداګري پر لیکه (آنلاین) شوې ده، چې د دې ټول کنترول او تنظیم دمعلوماتي ټکنالوجي په وسیله کیږي، لويې پانګې اچونې یوازې د قوي معلوماتي ټکنالوجي څانګې په درلودلو سره په یوه فابریکه کې امکان لري.
د IBM شرکت په وینا آی ټي د نوي اقتصاد چلوونکې ده. په سافټویرو، هارډویرو، معلوماتي ټکنالوجي متخصصینو کې پرمختګ د نړۍ په کچه متشبثینو لپاره سترې ګټې رامنځ ته کړې دي او لا یې پراخه کوي، همدا اوس موږ او تاسې ګورو چې د سترې عاید لرونکی کمپنۍ د معلوماتي ټکنالوجي پورې مربوط کارونه ترسره کوي لکه: مایکروسافټ، آی بي ام، اپل او...
د امریکا د متحده آیالاتو د کار د چارو ریاست د ۲۰۰۷ کال راپور کې ویل شوي چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې به د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې په متحده آیالاتو کې تر یو ملیون زیاتې دندې اعلان شي.

